عاج

ʿāǰA'ajaǰ

عاجnounmasculine

ivory

Meanings

  1. ivory
  2. ivory, bone, hard white substance which makes up the tusks of elephants and other animals

Pashto definitions

  1. د هاتي غاښ
  2. صفت - کوږ
  3. پيلغاښ، په خاص ډول د نر پيل (فيل) د نېښ د دوو غاښونو هډوکي او په عام ډول د پيل هر غاښ ته وايي. عاج ډېرګران دی. له عاجه ږمونځې، کوچنۍ مجسمې او نورشيان جوړېږي، اوږدوالی يې تر دوومترو پورې رسېږي. د زړو پيلانو غاښونه غوره دي خو دکوچينو او ځوانو پيلانو غاښونه ښه عاج نه دي ځکه چې سست او کمزوری وي. د سيام د پيلانو غاښونه ترټولو خورا غوره، درانه او کلک عاج دي. ورپسې دګابون او ګينې عاجونه غوره دي؛ د عاج ساحل: آی وري کوسټ، د عاج د ساحل جمهوريت، دلويديزې افريقې يو جمهوريت دی. پلازمينه يې ابيجان نومېږي. رقبه يې ٥٠٣-١٤٢ مربع ميله دی
  4. د شطرنج په لوبه کې هغه پياده يا سپور چې د پاچا د مورې په مخ کې وي او د مقابل لوري د سپاره له امله خوځېدای نه شي
  5. پيلغاښ، په خاص ډول د نر پيل د نېښ د دوو غاښونو هډوکي او په عام ډول د پيل هر غاښ ته وايي.
  6. پیلغاښ. [افغان قاموس].

Examples

  • د عاج ساحل

    the Ivory Coast

Translations (3)
German
Elfenbein n. · Elfenbein (das)
French
ivoire (m.). · ivoire
Russian
слоновая кость · د~ ساحل Берег Слоновой кости.

Etymology: Arabic