عضويadjectivemasculine
organic
Meanings
- organic
- organic, characteristic of or pertaining to living organisms
- of or pertaining to the organs of an animal or plant
Pashto definitions
- د عضو، د عضوې، په عضو اړوند
- په عضويت مربوط، په کاربون لرونکې ماده اړوند، د کېمياپه هغې څانګې ماده اړوند، د کېميا په هغې څانګې اړوند چې دکاربون د ترکيبو سره سروکارلري، د ژوندي اورګانيزم څخه مشتق شوی يا ددې د ځانګړ تيا وو لرونکی؛ عضوي رسوب:هغه رسوب چې دژوو او نباتاتو څخه د پاته شوو موادو له تراکم څخه منځ ته راغلی وي؛ عضوي کيميا:د کيميا هغه څانګه چې د هايډروکاربونو او ددې د مشتقاتو څخه بحث کوي يا هغه کېميا چې د کاربون دمرکباتو څخه ږغېږي؛ عضوي ماده (ک) : ١- پخوا هغه مرکب يا مادې ته ويل کېده چې د حيواناتو او نباتاتو په عضويت کې به داخله وه. همدارنګه هغه ماده عضوي وه چې د داسې مرکب سره به ورته وه؛ لکه قند، نشايسته، دهګۍ…
- هغه ماده چې کاربون، هايډروجن، اکسيجن او نايټروجن ولري؛ عضوي ماده په اوبو کې په ايون نه تبديلېږي، شمېر يې يو نيم مليونو ته رسېږي.ماليکولي ترکيب يې پېچلی دی، د زياتې تودوخې په مقابل کې مقاومت نه لري، تېزاب اغيزه باندې ښندي، په اوبو کې نه حلېږي، مګر په ايترو او الکولو کې حلېږي، د همنوعي ترکيب قابليت لري، له حيواناتواو نباتاتو څخه لاس ته راځي، متجانسه سلسله لري، حرکت يې سست او ايزوميري قابليت لري
- د عضو، په عضو اړوند، د کېميا په هغې څانګې اړوند چې د کاربن له ترکيبو سره سر و کار لري، له ژوندی اورګانيزم څخه مشتق شوی وي.
Translations (5)
- German
- organisch
- French
- organique. · organique
- Dutch
- organiek
- Norwegian
- organisk
- Russian
- органический · کیمیا ~ органическая химия · مواد ~ органические вещества · وران مواد ~ продукты разложения. · от عضوه
Etymology: Arabic
عضويnoun
form of عضوه: organ, extremity