بیټريnounfeminine
battery
Meanings
- battery
Pashto definitions
- ټارچ، چورباتي، لاس کښې دَ ګرځولو دَ سيلونو پۀ ذريعه رڼا ورکونکې آله،
- بيټرۍ، بيترۍ، بالټۍ، بالتۍ، مساله، پيل، سيل، داسې جوړه شوې آله ده چې د هغې په وسيله برق توليدېږي، بر. که دوه داسې فلزونه چې سره بېل وي (مثلاً يوه کاربوني ميله او بله د جستو ميله) په يوه محلول (مثلاً د مالګې تېزاب Hcl ) کې غوټه کړی شي او وروسته دغه دواړې ميلې د يوه مسي سيم په وسيله سره ونښلول شي د برق جريان لاس ته راځي، دغه ساده جوړښت ته بېټرۍ (دولټاپيل) ويل کېږي. په عامه اصطلاح بيټرۍ تر بالټۍ (مسالې) لويه ده او په موټرونو کې استعمالېږي، خوبالټۍ په راډيو ګانو او ټيپ ريکارډرونو او د برېښنا په لاسي څراغونو کې د برقي استحصال لپاره کارېږي
- بېټرۍ، بالټۍ، باتلی، مساله، سيل
Translations (2)
- German
- Batterie (die)
- French
- batterie (f.) · pile (f.) · accumulateur · pile