قهوه

qahwáqawáQahwaḳahwaʿhqahwa

Other spellingsقَهوهکاپه

قهوهnounfeminine

green tea; coffee

Meanings

  1. coffee
  2. tea without milk
  3. alcoholic drink

Pashto definitions

  1. شنې چائې، يو قسم تخم چې د جوشولو نه وروستو څښلی شي
  2. يو ښه بوی لرونکی څښاک (مشروب) دی چې رنګ يې زرغون يا تېزنسواري دی او د قهوې د ونې د دانو څخه جوړېږي، دغه ماده کافئين لری، چښل يې اعصاب تحريکوي، زړه قوي کوي، د مخدرو موادو اغېزه او مسموميت لېرې کوي او شنه قهوه يې د اسهال، تبې او شنې ټوخلې ضد دی. فورمل يې C8H10N4O2 دی
  3. د دغه څښاک پوډر
  4. هغه ونه چې دغه پوډر يې د دانو څخه لاس ته راځي؛ د قهوې بوټی په تودو سيمو کې - چې په ايکالوجي کې ټروپيکي سيمې نومېږي - وده کوي، يعنې د عرض البلد تر ٢٤ درجو پورې. د حاصل وخت يې د ٩ مياشتو په حدودو کې دی. څېړنې ښيي چې د قهوې بوټی په طبيعي صورت سره د حبشې په هېواد کې شين شوی دی او بيا عربي نړۍ او نورو سيمو ته وړل شوي دي. د ونې لوړوالی يې ٢-١٢ مترو پورې دی او تر اوسه پورې يې ٣٣ ډولونه پېژندل شوي دي. سپين او ښه بوی لرونکي ګلان کوي. مېوه يې لومړۍ شنه او تر پخېدو وروسته قرمزي کېږي. په مېوه کې يې دوې دانې وي او هره دانه، چڼې په اندازه وي، د نړۍ د قهورې حاصل په سلو کې اتيا د عربي سيمو څخه لاس ته راځي،…
  5. يو ښه بوی لرونکی څښاک دی چې رنګ يې زرغون يا تېز نسواري دی او د قهوې د ونې له دانو څخه جوړېږي.
Translations (5)
German
Kaffee m. · Kaffee (der) · Kaffee
French
café (m.) (boisson (m.) . · café · kawa
Dutch
koffie
Norwegian
kaffe
Russian
кофе · напиток (с алкоголем)

Etymology: Arabic Borrowed from Arabic قَهْوَة (qahwa) via Classical Persian قهوه (qahwa).