شعر
انتظار
Parween Malaalلا مې اوس هم سترګې سرې له انتظاره
لا اوس هم یمه ولاړه ستا په لاره
لا مې اوس هم ستا د مینې کور په زړه دی
لا اوس هم یمه بې تابه ناکراره
لا مې اوس هم ستا په یاد خیالونه ناڅي
لا اوس هم یمه پیمان ته وفاداره
لا مې اوس هم د خوار زړه هیلې ژوندۍ دي
لا اوس هم یمه و تا ته تمه داره
لا مې اوس هم لېمې ستا په در کې ښخې
لا اوس هم یمه مېشته ستا په دیاره
لا مې اوس هم روح د غم سره همراز دی
لا اوس هم یمه په زړه باندې داغداره
لا مې اوس هم ستا د یاد سلسلې خیال دی
لا اوس هم یم منتظره ستا له پاره