منسوبه رباعي

سحرګه وه د نرګس لیمه لانده

Nazo Tokhi

سحرګه وه د نرګس لیمه لانده

څاڅکي څاڅکي یې له سترګو څڅېده

ما ویل څه دي ښکلیه ګله ولې ژاړې؟

ده ویل ژوند مې دی یوه خوله خندېده