غزل
شي۔
Ali Khanشي۔
۲: تغزل د احساساتو او د جذباتو نوم دے۔
۳: د غزل حسن چې پہ څۂ زیاتېږی تغزل دے۔
پہ اردو لغت کښې د تغزل معنیٰ دہ بربطی ، سرمدی سرودی وغېرہ
پہ الفاظو کښې کړے دے ۔ پہ کلام کښې څۂ داسې الفاظ استعمالول چې درد سرہ
سرہ د انبساط کېفیت پکښې موجود وی ۔ الفاظ لیطیف وی چې پہ غوږونو باندې
ښہ لږی ۔ د شاعر طرزِبیان ایمائی وی او قاری لہ پہ سوچ امادہ کوی ۔
تعریف داسې کوی دا ھغہ کېفیت دے چې د اسلوب بیان ،لب ولہجہ، پېرایہ اظہار
، تنظیمی جمال ، خیال انګېزۍ بلاغت حسن ، غنایت ددې ټولو عناصرو مجموعی
تاثر تہ تغزل وائی ۔ ددې تعلق د قاری ذوق او د جمال اشنائی سرہ دے ۔ دا
ټول عناصر چې یو ځائے شی قاری تہ جمالیاتی اسودګی رسوی ۔ تغزل علاوہ د
غزل د شاعرۍ پہ نورو اصنافو کښې ھم کېدے شی ۔
غزل کہ ناوې دہ بحر ، وزن ردیف ، قافیہ ، تشبیہ ،استعارہ اشارہ کنایہ،
صناع بدائع رخت و زیور دي پہ دې باندې د غزل حسن زیاتېږی ۔
د غزل هئيت
د غزل شعر په دوه مصرعو مشتمل وي،
د غزل شروعات چې د کوم شعر نه کيږي هغې ته مطلع وائي د مطلعې دواړه مصرعې
په ځان کښې هم قافيه وي ،کۀ چرې رديف موجود وي نو قافيه به بيا هم هم
قافيه وي،بغير د رديف غزل ته غير مردف غزل وائي۔د غزل شعرونو تعداد د
پينځو نه به کم نۀ وي او د ديارلسو نه به زيات نه ،چې ديارلسو نه زيات شي
هغه غزل په قصيده کښې شمارلے کيږي۔د غزل د شعر دوئيمه مصرعه به د مطلعې
سره هم قافيه او هم رديف وي،د غزل هر شعر جدا اکائي وي،يعني هر شعر ئې
جدا معنیٰ او مفهوم لري،خو مسلسل غزلې ليکلې شوي دي،د غزل په يو شعر کښې
معنیٰ او مقصد واضح نۀ شي او دوه يا د دوو نه زيات شعرونه ورله پکار
راوستے شي،دغه ټولو شعرونو ته قطعه بند وائي ،خو ښۀ غزل هغه شمارلے کيږي
چې د يو تاثر لاندې ولیکلے شي او هر شعر ئې جدا اکائي هم وي۔
د غزل تاريخ
هسې خو عام خيال دے چې فارسيبانو غزل د عربۍ د قصيدې د تشبيب نه راجدا
کړو،او د يو نوي صنف د غزل په شکل ئې متعارف کړو،په فارسۍ کښې د غزل
اولنے شاعر رودکي شمارلے کيږي ،په ايران کښې شيخ سعدي او خواجه حافظ
شيرازي غزل خپل عروج ته ؤرسو ۔په هندوستان کښې امير خسرو د فارسۍ غزل ډېر
لوۓ شاعر ؤ، خو په ايران کښې بابا فغاني د يو نوي طرز ادا بنياد
کېښود۔دغه طرز ادا په هندوستان کښې ډېر زيات مقبول شو، او عبدالقادر خان
بېدل غوندې شاعر پکښې پيدا شو ،دغه سبک ته سبک هندي وائي ،په دې سبک کښې
تشبهه در تشبهه ،استعاره ،ابهام ګوئي،علويت ،اشاره،کنايه۔ضائع بدائع
وغيره باندې ډېر زيات زور وي،پښتنو شاعرانو غزل د فارسيبانو نه خپل کړو۔د
اسماعیل ګوھر مطابق دلته يوه بله نظريه هم شته چې کومه شپه باندې خليفه
عمر بن عبدالعزيز وفات شو په دغه شپه باندې عمر بن ربيعه پيدا شو ،عمر بن
ربيعه يو داسې شاعر ؤ چې هغۀ به ښکلو ښکلو جينکو او ښځو باندې شعرونه
ليکل،خصوصاً دا کار به دۀ د حج دوران کښې کؤلو ۔کله چې د خليفه مروان لور
حج د پاره مکې معظمې ته لاړه نو حجاج بن يوسف، عمر بن ربيعه ته پېغام ؤلېږو کۀ
تا چرې د مروان لور سره شعرونه ؤ وئېل نو زۀ به ستا سر د تنې نه جدا کړم ۔
لۀ دې نه داسې برېښي چې د غزلی شعرونو ابتداء په عربۍ ژبه کښې شوې ده۔
او د غزل دا تعريف چې ښځو يا محبوب سره خبرو کؤلو ته وائي زما خيال دے
په وجود کښې راغلے دے۔