شعر

زما سندره

Rahmat Shah Sail

د وطن د زړه زخمونه مې راټول کړل

د ګلونو پرهرونه مې راټول کړل

د سرو اوښکو تندرونه مې راټول کړل

د پرهر شونډو پاړونه مې راټول کړل

د زخمي زړونو دردونه مې راټول کړل

د دردونو اوازونه مې راټول کړل

بوګنېدونکي سوي زړونه مې راټول کړل

د زړګو د سر داغونه مې راټول کړل

د رنځورو تصویرونه مې راټول کړل

ما ترې جوړې د سپرلي د خیال نغمې کړې

د زړګو په پوله پوله مې خپرې کړې