کانګرس

kā́ngris

کانګرسnounmasculine

congress

Meanings

  1. congress

Pashto definitions

  1. غونډه، سره راټولېدنه، غونډېدنه، اجلاس، اسامبله، انجمن، ميټنګ ؛ ١- (ډيپ.) بين المللي اجلاس، د سياسي او ټولنيزو چارو د حل و فصل لپاره د څو دولتو د استازو انجمن، پرکړکيچو باندې د خبرو اترو لپاره د مختلفو ملتو، کليساوو د استازو رسمي اسامبله
  2. په امريکا کې: پارلمان، د امريکې د متحدو ايالتو د قانون جوړولو مجلس يا مقننه هيئت چې د سنا او د نمايندګانو دمجلس څخه جوړ دی. د دې مجلس اجلاس ته هم کانګرس وايي
  3. پخوا کانګرس د داسې غونډې مانا افاده کوله چې په سولې پورې د اړوندو مسئلو د حل و فصل لپاره په عالي سويه جوړېدله
  4. کنفرانس، د پوهانو او متخصصانو غونډه چې پر تخنيکي، اداري، سياسي، علمي مسايلو باندې د بحث لپاره جوړېږي. په تېره بيا هغه چې د امريکايي هېوادونو تر منځ وي
  5. کنګره، حزبي کونګره (کنګره)2-د هندوستان يو مشهور ملي ګوند دی چې د ډېرو کلو را په دې خوا يې د چارو واګې په لاس کې دی. د ملي ګانګرس ګوند په ١٨٥٨ م کې انګريزي هيوم Allen Octavain Hame منځ ته راوړ. البته د ده هدف دا نه و چې د هند د خپلواکۍ لپاره کار وشي، بلکې هدف يې دا و چې د هند خلک له دې لارې د ټولنيزو مسايلو د حل سره خوی ونيسي. په دې ګوندکې ملاکان، شازاده ګان او دانګرېز خاص چاکران هم شامل شو، خو هېچا دا ګمان نه کاوه چې همدا ګوند به يوه ورځ انګرېزي استعمار په ګونډه کړي3-غووه، جنسي مقاربت؛ ملي کانګرس (ګوند)؛ کانګرس
  6. کنګره؛ غونډه، سره راټولېدنه، غونډېدنه، اجلاس، اسامبله، انجمن، ميټنګ
Translations (3)
French
congrès (m.).
Norwegian
kongress
Russian
конгресс · ~ د هند ملی Индийский Национальный Конгресс.