کبیسه

kabisá

Other spellingsکبيسه

کبيسهnounfeminine

leap year

Meanings

  1. leap year

Pashto definitions

  1. هغه شمسي کال چې يوه ورځ پکښې زياته وي دَ ٣٦٦ ورځو کال
  2. کبيسه کال، مسروقه کال، ډکال، ډک کال؛ هغه کال چې ٣٦٦ ورځې وي، دا ډول کال په هرو څلور کلو کې يوه پلا راځي، په داسې حال کې چې نور شمسي او ميلادي کلونه ٣٦٥ ورځې دي. په قمري کلو کې هغه کال کبيسه بولي چې ورځې يې ٣٥٥ ورځې وي، په داسې حال کې چې نور کلونه يې ٣٥٤ ورځې دي. د دې علت د ځمکې او سپوږمۍ انتقالي حرکتونه دي، ځمکه په ٣٦٥، ٢٦ ورځو يا ١/٤ ٣٦٥ ورځو او ٦ ساعتو کې د لمر پر شاوخوا چورلي، په دقيق ډول لمريز کال ٣٦٥ ورځې، ٥ ساعته، ٤٨ دقيقې او ٤٥، ٥١ ثانيې دی او زموږ دفتري (ملکي) کال ٣٦٥ ورځې دی يعنې د کب د ٢٩ مې نېټې د نيمې شپې څخه راتلونکي کب د ٢٩ مې نېټې تر نيمې شپې پورې. په يوه کال کې د يوې ورځې، د…
  3. د لومړی تقسيم پاته / ١٢٨ د دويم تقسيم پاته که په جدول کې وي هغه کال کبيسه دی او که نه وي، کبيسه نه دی؛ په ميلادي کلو کې د کبيسه تشخيص: د مطلوب ارقام پر ٤ وېشو که باقي ونه لري هغه کال کبيسه دی، خو د کلونو په اوږدو کې په هرو ٤٠٠ کلو کې ٣ ورځې مستثنی کوي او دا هغه کلونه دی چې د پای دوه رقمونه يې صفر وي او که صفرونه حذف کړو پاته ارقام پر ٤ د وېش وړ نه وي
  4. هغه کال چې ٣٦٦ ورځې وي، دا ډول کال په هرو څلور کلو کې يوه پلا راځي.

Examples

  • د کبيسې کال

    leap year

Translations (2)
French
bissextile. · bissextile
Russian
високосный год · د کبیسې کال високосный год.

Etymology: Arabic