غزل هر څه چې کیږي، خو د زړه په اشاره روان یم Riaz Tasneem Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ستا په طرف د خپل رفتار په اندازه روان یم 02 ما چې دا اور اخستی نمر خاطر کښې نه راوسته 03 ما به وئیل، ستا د منګلې په سایه روان یم 04 دا واقعه دې هم زما تاریخ کښې ځائې ونیسي 05 زه که سرمد نه یم خو بې سره تنه روان یم 06 څه بې څهرې د ائینو په باز ارونو راغلم 07 دا تماشه کړم، که یم خپله تماشه روان یم 08 دا هم منمه چې د دړد علاج مې تا سره دی 09 دا هم ښکاره ده، چې په نه زړه تا سره روان یم 10 تسنیمه! زه وم زمانې پسې راغلی دلته 11 تسنیمه! اوس دې راپسې ځي زمانه روان یم Dictionary meaning × Headword