غزل زیان مو لیده خو بیا مو هم دا عاشقي کوله Riaz Tasneem Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خلقو پېسې ګټلې، مونږه شاعري کوله 02 دغه دنیا چې ئې بلها بلها کارونه په سر 03 چا به قصه د دې ټوټې ټوټې زړګي کوله 04 خلقو وئېل ګنې څه نوی خبر تا راوړی 05 څومره په منډه راغلې، څومره دې تادی کوله 06 یو شهزاده اوس د لقمان په دوا نه رغېږي 07 ده به د سترګود نرګس سره سیالي کوله 08 دا هم تاریخ دی، چې د ښار نه تر درباره يورې 09 روغ خلق چُپ وو او خبره لېوني کوله 10 هغه رحمان د معشوقو په نوکرۍ ژوندی وه 11 تسنیمه! مونږه د سر کار هم نوکري کوله Dictionary meaning × Headword