شعر

عارف نسیم فېضی

Ali Khan

عارف نسیم فېضی

نوم عارف نسیم تخلص فېضی ، د پلار نوم نورالوھاب فېضی ، د نیکۂ نوم فېض

رسان فېض چې د دېو بند نہ فارغ یو جید او مشھور عالم وۂ چې کوم لۂ سببہ

ځامن او نمسی د فخر پہ طور ځان سرہ فېضی لیکی ۔ کور کلے نوے کلے صوابۍ

تاریخِ پېدائش ۵ مئ ۱۹۷۷ء ، تعلیم پہ فزکس کښې ماسټر ، ملازمت پہ بېسټ وے

سیمنټ فېکټرۍ چکوال کښې پہ فنانس ډیپارټمنټ کښې خپلہ وظیفہ تر سرہ کوی ، پہ

پښتو او اردو دواړو ژبو کښې شاعری کوی ۔ پہ پښتو کښې ئی د شاعرۍ مجموعہ دہ

ازمائی کوی او دواړہ د پائې لیکی ۔ د شاعرۍ موضوعات ئې دی رومانیت ، تصوف ۔

خو کلہ کلہ د پښتو ښہ روایات او د معاشرې کمزوری طبقې دپارہ اواز پورتہ کوی

۔ ژبہ ئې خواږہ پستہ او روانہ دہ ، د اردو پہ یو غزل ئې د اوجِ ادب کراچۍ نہ

دریم انعام ګټلے وۂ ۔

یار د سترګو زاویې کړلې بدلې

ما ھم خپلې تقاضې کړلې بدلې

پہ دې دور کښې خو ډېرو امامانو

پہ تړلی نېت قبلې کړې بدلې

د رندانو پہ مزاج ئې چې نظر شۂ

مغبچو ھم تماشې کړلې بدلې

د ضمیر قیمت چې واخست رھبرانو

لارې خپلہ قافلې کړلې بدلې

د دروغو چل دې زدہ نۂ دے جانانہ

بیا دی څومرہ بھانې کړلې بدلې

ستا ښائست ھم د وخت دوړو کړلو مړاوې

زما مینې ھم دعوې کړلې بدلې

د وفا عارف سیکې کړلې بدلې

منمہ زمکہ یم ظرف مې د اسمان نہ زیات دے

غمونو ځاے زما پہ زړۂ کښې د جھان نہ زیات دے

زۂ یم پښتون مېلمہ دوستی زما پہ وینہ کښې دہ

دې کچہ کور کښې ګنجائش د لامکان نہ زیات دے

پہ ھغہ لور ھم نۂ ځم ولې چې عزت د جانان

خدائېګو چې خوږ زما زړګی تہ د جانان نہ زیات دے

ھر څۂ بہ یوسی کۂ بندونہ مې د سترګو مات شو

یار مې نیزدې زما زړګی تہ د خپل ځان نہ زیات دے

نازک مزاجہ دے وړہ وړہ خبرہ نیسی

عارفہ غم د یار د وصل د ھجران نہ زیات دے

(پہ مصرعہ داردو ژبې شاعر محسن نقوی “زمین ھوں مگر ظرف اسماں کا ھے “)