غزل

ديو نظر څومره تاوان غواړې

Rahmat Shah Sail

زړه رانه غواړې که ګريوان غواړې

ماله په سترګو کښې ازغي راکوې

ما نه  نغمې  د ګلستان غواړې

خداې دي په خپل زړه پسې وژړوه

په باران واؤړې چه باران غواړې

زړه!ګورې د ناز به دې یو نه شمه

که د غرور سره جانان غواړې

محبت څه دی جواري دزړونو

خوبونه نه بائلې خوبان غواړې

په دې ګرانې کښې د خپل سر په بدل

ديار ديدن څومره ارزان غواړې

سائله ته تکميل د کوم ارمان له

ژوند د لمبو دبيابان غواړې