شعر

فېضﷲ فېض

Ali Khan

فېضﷲ فېض

نوم فېضﷲ تخلص فیض د پلار نوم سرفراز خان پہ قام خټک کلے د جټانو بانډہ

تحصیل تخت نصرتی ضلع کرک ۔ د فېضﷲ د پېدائش مقام مېنۍ کلے صوابۍ دے فېضﷲ

پلار پہ محکمہ اشتمالِ اراضی کښې انسپکټر وۂ د فېض پېدائش دورانِ ملازمت

کښې شوے وۂ ۔ تاریخِ پېدائش دے ۶ ستمبر ۱۹۴۳ء ۔ د فېض مور بی بی پہ نری

رنځ پہ کال ۱۹۵۳ ء کښې وفات شوہ ۔ فېض خپل تعلیم تر شپږم جماعت پہ صوابۍ او

تحت نصرتی کښې حاصل کړو ۔ نور تعلیم د ناجوړتیا لہ کبلہ جاری او نۂ ساتلے

شو ۔ فیض انتھائی ذھین او فطین وۂ د ھغۂ پہ حقلہ د ھغۂ استاد وزیرزادہ

دا پېشن ګوی وہ ۔ چې دا ھلک بہ ژوندے پاتې نۂ شې او کۂ پاتے شو لکہ اور

بڅری بہ جھان تہ ښکارہ شی ۔ فیض تہ د نری رنځ لہ کبلہ پہ ډاډر سېنټوریم کښې

د اندېش شمس القمر ملګرتیا نصیب شوہ ۔ فېض لکہ اندېش ادب برائے ژوند قائل

شو او مقصدی ادب یې تخلیق کړو ۔ فېض پہ نظم او غزل کښې طبع ازمائی کړې دہ

خو د نظم پنګہ یې پہ غزل باندې درنہ دہ ځکہ چہ قطعات ھم د نظم پہ تول کښې

پرېوځی ۔ او دواړہ د معیار لیکی ۔ ھر څو غزل د ساخت پہ لحاظ اسان صنف دے خو

پہ دې کښې معراج تہ رسېدل جوے شیر راوستل دې ۔ فېض کۂ ځوانی مرګ شوے نۂ

وے نو امید دے چې ھغۂ پہ غزل کښې ھم خاص مقام حاصل کړے وے ۔ فېض تہ د وخت

د کمی احساس وۂ ځکہ فرد

ھم نۂ دے ضائع کړے نیمګړې غزلې ھم محفوظ ساتلې دې ۔ ګنی عموماً د یو شاعر

نہ د ھغۂ د ټولې شاعرۍ درئیمہ کہ نۂ وی څلورمہ برخہ ضائع شې ۔ فېض شاعری

د ژوند مقصد ګرځولے وۂ ۔ فېض د څلورویشت کالو پہ عمر کښې د دنیانہ رخصت شو

۔ فېض د پښتو ادب جان کیټس دے ۔ خو د مکتبِ فکر پہ لحاظ دواړہ د جدا ډلې

شاعران دی ۔ جان کیټس تعلق د رومانی ډلې سرہ وۂ او فیض یو ترقی پسند شاعر

وۂ خو دغہ ھمرہ ترقی پسند ھم نہ چې شاعرۍ نہ اوچ کلک وعظ جوړ کړی ۔

غزل

تېر وختونہ شو رامخ تہ پریشانہ پریشانہ

رانہ تاؤ شول خپل فکرونہ سرګردانہ سرګردانہ

لہ حرکتہ یې عاری کړم لہ شعورہ یې بېزار کړم

د یادونو سمندر دے بې پایانہ بې پایانہ

چرتہ لرې چرتہ لرې څوک د غم سندې وائی

تتې تتې غلې غلې بې زبانہ بې زبانہ

د نظر تر حدہ پورې چرتہ نۂ ښکاری یو نفس ھم

تنھائی دہ خاموشی دہ بېکرانہ بېکرانہ

احساسات د ناکامیو مې پرېکئ د زړۂ رګونہ

ارزو مې بېرتہ راغلہ پښېمانہ پښېمانہ

د چمن اراستګی شی د بھار پہ پېغامونو

دجنون لاسونہ رسی تر ګرېوانہ تر ګرېوانہ

اے د فېض زخمی احساسہ خاموشی دا ستا علاج دے

اسرې چې دجھان دی ناتوانہ ناتوانہ

غزل

پتنګان د سرو لمبو نہ کلہ څنګ کړی

عاشقان د تقدیرونو سرہ جنګ کړی

چې مالیار د باغ د ګل روزنہ کاندی

پہ ازغو باندې اول لاسونہ رنګ کړی

چې ناموس تہ یې د وطن ګوتہ نیوے شی

خلق د وینو سمندر وتہ غورزنګ کړی

چې پہ ځان باندې ننګ نۂ کړی غم یې مۂ کړہ

آ بې ننګ وی پہ بې ننګ باندې چې ننګ کړی

چې ضیمیر یې قیمت نۂ لری باچا دے

نۂ پرواہ دي د دارا نۂ د اورنګ کړی

ھر ھغہ چې د دنیاسرہ تګ نۂ کړی

پہ غمونو د دنیا بہ ځان بد رنګ کړی

ځان بہ تنګ کاندی د فیض نہ بہ څۂ بود کړی

کۂ غمونہ د ژوندون یې ھزار تنګ کړی