شعر

حبیب الرحمٰن افګار

Ali Khan

حبیب الرحمٰن افګار

نوم حبیب الرحمٰن تخلص افګار د پلار نوم سردار خان کلے تھاڼہ ملاکنډ دے

تاریخ پېدائش د سکول پہ کاغذاتو کښې ۱۹۵۱ ء د ھغۃٔ د خپلې وېنامطابق ۱۹۵۳ء

دے خو د ډاکټر شېرزمان سیماب مطابق ۱۹۵۷ ء دے ۔ ډاکټر شېر زمان سیماب دا

ورکړې دہ۔ تعلیم تر اتم جماعت پورې دے ملازمت ئې پہ پولیس کښې کړے دے ۔ د

وړکی تھاڼې دار د عھدې نہ ریټائرډ شوے دے ۔ پہ کومہ تھاڼہ کښې پاتې شوے دے

ھلتہ ئې شاعران راغونډکړې او ادبی جرګې او تنظیمونہ ئې جوړ کړی دی چې لوے

ادبی خدمت دے ۔ د ځنو شاعرانو اصلاح ئې ھم کړې دہ ۔ خو خپل کلام ئې د فنی

دستور د مینې ، د ازغو پہ څوکو ، غریو ، پہ با برڅېرہ د ښکلا ګلونہ او کنډر

کنډر کورونہ یوہ نعتیہ مجموعہ بادِ سبا یوسہ سلامونہ ۔ د شعر موضوعات ئې دی

حسن ، عشق ، قام پرستی ، معاشی او معاشرتی مسائل پر ګو شاعر دے ۔ پہ کلام

کښې د تخیل ښې نمونې ھم موندے شی ۔ پہ رېډیو او ټی وی باندې ئې کلام نشر

شوے ھم دے ۔

سرې لمبې شو خور د ګل پہ شونډو کښې

بل شو راتہ اور د ګل پہ شونډوکښې

وینې پہ بوسہ مې د زړۂ اوباسی

شتہ دے دومرہ زور د ګل پہ شوډو کښې

دا تازہ زخمونہ د تېرۂ ازغو

ځم چې کړم ټکور د ګل پہ شونډو کښې

ماتہ زولنۍ چې شړنګېدلې بہ

ورک ئې شولو شور د ګل شوډو کښې

ماتہ مې پښتو پکښې ښکارہ شولہ

ھیڅ نۂ وینم نور د ګل پہ شونډو کښې

دار تہ بہ افګار پہ خندا اوخېژم

نۂ غواړم پېغور د ګل پہ شونډو کښې

مینہ چې نہ مینہ شی ښہ مینہ شی

زړۂ چې پرې اوسوزی ھلہ مینہ شې

د درد او غم اوښکو سلګو نہ بغېر

دوہ چې یو ځاے شی بیا بہ څۂ مینہ شی

چې د منصور شانلہ پہ دار اوخېژی

جوړہ دنیا تہ نندارہ مینہ شی

چې پہ بېلتون کښې مودې تېرې شی

ھغہ د شھدو نہ خواږہ مینہ شی

افګارہ بې مرګہ بہ ئې څوک جدا کړې

چې د یو بل سرہ د زړۂ مینہ شی

نوټ= ښہ ، ھلہ ، خواږہ ، نندارہ د څۂ او زړۂ ھم قافیہ نۂ دی۔ د مطلع

دویمہ مصرعہ چې څو پورې ھالۂ شوې نۂ وی بحر ماتېږی دغہ شان د څلورم شعر پہ

اولنۍ مصرعہ چې پہ بېلتون کښې مودې تېرې شی کښې د یوې چپې کمے دے

دغہ شان د یو بل غزل شعر دے

زما د مرګ قاتل چارۂ پہ لاس راتہ ولاړ دے

نن څۂ پہ خواږہ خُلہ راتہ قربان وائی راځہ

د مرګ قاتل غلطہ روزمرہ دہ سمہ د سر قاتل۔ داسې نور ګڼ خو حېران یم د

ملاکنډ ملګرو تہ خصوصاً ډاکټر شېر زمان سیماب تہ چې پہ صفتونو نۂ مړېږی ۔