شعر
خادم یوسفزے
Ali Khanخادم یوسفزے
نوم خادم النبی قلمی نوم خادم یوسفزے دپلار نوم مشھور د نعت شاعر شاہجھان
استاد، د مردان سیمې سرہ تعلق دے ۔ تاریخ پېدائش ۱۹۶۱ء لیک لوست ئې دخپل
غزل ، نظم او قطعہ لیکی ۔ د شاعرۍ شوق ئی پہ کم عمرۍ کښی پېدا شو ۔ شاہجھان
استاد یو اولسی شاعر وۂ د ھغہ اثرات ئې پہ شاعرۍ باندې ښکارہ دې ۔ د شاعرۍ
موضوعات ئې وطن پرستی ، قام پرستی ، مینہ او عوامی مسائل دی ۔ پہ غزل کښې
محتاط نۂ دے ۔ کلہ کلہ داسې الفاظ استعمال کړی چې د غزل پہ نازک طبیعت
باندې بار وی ۔
بې شکہ تۂ یې د قدرونو سړے
دنیا دې بولی د کارونو سړے
لکہ د زرکې پہ شان ښکلې سترګې
زیرک د ښکلو کاروانونو سړے
دا دې لوے کار اوکړو چې خپلہ راغلې
مونږ خو غوښتۂ پہ زیارتونو سړے
دے چې څنګ زۂ ګڼمہ ھغسې دے
دے ډیر د نېکو خصلتونو سړے
پہ دې مې خوښ دے پہ یوہ پوھېږی
شډل پډل سم د غرونو سړے
مونږ د کور پہ کار خادمہ پوې یُو
تۂ د حجرې او جماتونو سړے
نۂ شم وړے نورې نخرې دمینې
نورې بہ اوباسم توبې د مینې
چې پہ پلو راتېرېدې د مینې
قیصې بہ خامخا کېدې د مینې
ما پہ ھغې خبرہ پرېښې نۂ دہ
چا چې بہ ھر قسمہ څۂ وې د مینې
اوزګارېدو تہ بہ ئې نۂ پرېښودے
چې پہ نظر بہ لګېدې د مینې
ھغې پہ چم کښې بلد کړے یمہ
ما خو لیدلې دې جرګې د مینې
ھغہ د کلی پہ نرخ پوھہ نۂ وہ
مدام بہ پورې وې تمبې د مینې
ستا پہ مئینو کښې بس دا پاتې وو
ستا یو خادم یو لېونے د مینې