شعر

خواجه محمد بنګش

Ali Khan

خواجه محمد بنګش

ليکي،د خواجه محمد د ژوند حالات په تيارۀ کښې دي،د زيږدنې او مړېنۍ نېته

ئې لا معلومه نۀ ده۔ولې د دۀ کلام په رڼا کښې دې نتيجې ته رسو چې دے يو

صوفي صاحب طريقت شاعر ؤ،چې اسلامي تصوف اخلاقياتو فلسفه یې په خپل کلام

کښې بيان کړي دي۔

د خواجه محمد په حقله حبيبي صېب ليکي چې يو پوره صوفي دے،دې د عرفان په

مسئلو کښې د مرشد او هادي د اهميت ډېر تاکيد کوي۔چې سړے بايد خپل ځان ته

د طريقت په لار کامل مرشد او لار ښودونکے ؤمومي،پښتانۀ شعراء صفحه نمبر

۱۸۹

صديق الله رښتين وائي دا سړے (خواجه محمد) هم د پښتو د مشهورو شاعرانو

څخه دے۔د خوشحال معاصر او د اورنګ زيب په وخت کښې ژوندے ؤ،د پښتو ادب د

تاريخ صفحه ۵۱

د اورنګ زيب په بادشاهۍ کښې نياؤ نۀ شتے۔

زۀ خواجه محمد به ؤ ځم و بل لور ته

د بیدل هشتنغري لۀ دې استعارو نه

د خواجه محمد د عصر تعين کيږي۔

قلندر،عبدالحميد ،خواجه محمد دے

هم غفور ،اشرف خليل او کامګار دے

مسلم په شعر دا دې و هر چا ته

چې هر يو له د يو واړو نکته دان دے

د خواجه محمد د کلام د روښانيانو ډلې د شاعرانو سره دومره مشابهت دے چې

په ده هم خلق د روښانيانو ګمان کوي،خو خواجه محمد د اخون پنجو

دمريدعبدالرحيم مريد ؤ،او تعلق ئې دصوفيانو دچشتياؤ ډلې سره دے،خواجه

محمدهم لکه د روښانيانو دپيرکامل په لټون باندې زور اچوي

کاملانو څخه هسې کيميا ده

ترې قربان د کيمياګرو واړه زر شه

اشعار ئې په نسبت د روښانيانو لکه د رحمان بابا روان او سليس دي،او ژور

اثر پرې د رحمان بابا ښکاري،د خواجه محمد ديوان د پرېشان خټک د عالمانه

مقدمې سره چهاپ شوے دے،په ديوان کښې اوږد نظم دے چې پکښې ئې د چشتياؤ

شجره نسب بيان کړے دی -

چې ساکن د چشتياؤ په سرير دے

شيخ حضرت عبدالرحيم زمونږه پير دے

شفقت د خپل پدر ور باندې اوشه

دۀ موندلے محبت شهد و شکير دے

پير روښان د مياں علي د مياں پنجو شۀ

هسې پورته پسې تللے دا زنځير دے

خلق و صف د کشمير د ولايت کا

پېښور ګوره په دو ي باندې کشمير دے

دا ئې يو غزل دے

چې بادشاه ئې د جمله ؤ ښائسته ؤ

خبر واخله د عاجزو خوار خسته ؤ

زړونه مۀ ما ته وه لال د بدخشان دي

بيا مشکل دي رغول د شکسته ؤ

زړۀ مې ستا په محبت سره تړ لے

نظر ؤکړه دا خپلو دل بسته ؤ

د چمن ګلونه واړه پرې تازه شو

شمال راغے ستا د مخ د ګلاسته ؤ

چې ئې قد قامت ستا په نظر ولید

ملا شوه ټيټه مې د همه ؤ اراسته ؤ

زما سر به تر اووم اسمانه تېر شي

کۀ مې کړي د خپل مجلس تر نشسته ؤ

سرومال به همګي ځېنې قربان کړم

زۀ خواجه محمد مريد يم د ښائسته ؤ