غزل

لکه د پرښې پر خپل ټول ژوند ورول غواړم

Rahmat Shah Sail

يو ځل دا سره ګلاب د شونډو خندول غواړم

آواز مې کيناستو په ډيرو نعرو ډيرو چغو

زمانه ورک لاليه چرته یې درتلل غواړم

ستا د دے مړو رپندو سترګو د ثناء دپاره

د زړه تنړاکې مې د دړد په تار پيرل غواړم

سترګې مې ټق چوى د دړدونو د شدت د زوره

لږ شانې خوب د شوګيرونو په څنګل غواړم

د ميني سوال په ناممکن او په ممکن نه سپارم

د خزان باد ستا د سپرلى نه بيلول غواړم

د ګمانونو د  غارونو په شا ژوند نه کوؤم

زه د يقين په ګړنګونو الوتل غواړم

الفت يم تل به د نفرت سره يم لاس و ګريوان

زه مستقبل د ګل ورينو مستقبل غواړم

چرته لمبې دى چرته تګ دې د چړو په څوکو

خو ستا سائل ستا تر کوڅې در رسيدل غواړم