شعر

پسرلے

Rahmat Shah Sail

نظم

پسرلے

اے ګلِ نرګسہ

تۂ پہ تورہ سلہ ګل شوې

تا دا پېغام راوړۂ چې پسرلے بہ راځی

بوډګان غرونہ بہ سپین سرونہ تور کړی

پہ مړو بربنډو لغړو ونو کښې بہ بیا ساہ پریوځی

ګلدستې پہ لاس نیولې

د پسرلی استقبال بہ کوی

طوطکے بہ راځی

سحر سحر بہ سبق لولی

تورڼکہ بہ راځی

پہ نیمہ شپہ بہ غمژن غمژن اوازونہ کوی

ګوګوشتو

او کوئل بہ د ګڼو ونو

پہ پاڼو کښې پټ غږونہ کوی

د زمکې مخ بہ زېړ شی

پہ ھر طرف بہ د شړشمو بھار وی

لکہ چې د نکریزو شپہ وی

بیا بہ غازہ اولږی

سرخی بہ اولږې

ناوې بہ شی

پہ ھرې پولہ پټی

لالہ او غانټول بہ ټوکېدلی وی

پہ باغ کښې بہ د ګلاب رامبېل چامبېل خوشبو خورہ وی

خارونۍ او چنچنړې بہ جالې جوړوی

ګډبا او بيزوګر بہ خوشحالہ وی

چې د ھغوی ګډې بیزې مړیږی

ځلمی بہ ټولګی ټولګی سیلونہ کوی

جونې بہ ساګ آنړوی

خو پہ دې کښې بہ

ځنې مرغۍ د سېلہ پاتې شوې وی

ځنې سترګې بہ پخښې پټې شوې وی

او دا منظر بہ نہ شی لیدے ۔

ګوډ ملخ

د مګر میاشت دہ

ساړۂ ډېر شوي دي

خلقو دننہ دننہ کوټو کښې اورونہ بل کړی دی

د بانډو ورونہ شوړہ کوی

چرتہ څارو لہ ساړۂ اونۂ شی

زمیدارو پہ ټوپونو ښاښۍ راخښکل دی

جوار یې پہ توڼو کښې اچول دی

ونې بربنډې لغړې ولاړې دي

زېړې پاڼې پہ پټو کښې خورې دي

ماران چیندښې سوړو تہ شوې دي

بې حسہ بې حرکت پراتۂ دي

پہ اوګد خوب اودۂ دي

یو ګوډ ملخ د ګیری پہ زيرہ پاڼہ ناست دے

د شپې یخنۍ وھلے دے

پہ خوارو حرکت کوی

دا سوچ کوی

کۂ دا د ژمی موسم د خېرہ تېر شی

زۂ بہ بیا د ملګرو سرہ

دجوارو او د شولو

د فصل پاڼې خورم

تر اوتازہ بہ شم

خو خبر نۂ دے

چې لا بہ پوہ راځی

د ورځې بہ وریځ وی

بیا بہ پھګڼ شي

تودې تودې واؤرہ بہ وی

ورپسې د انډک سونډک ساړۂ باددونہ

د چېتر د ږلۍ سیلۍ ګډ باران

ددې دومرہ مصیبتونو نہ ورستو بہ سپرلے راځی

پہ دې کښې یوہ خارو خرامہ خرامہ راشی

ملخ پہ مښوکہ کښې واخلی

او پہ مزہ یې تېر کړی

ائین تہ ائینہ

زمونږ پہ واش روم کښې

قدِ ادم اېینہ دہ

څوک داسې نیشتی

چې دا ائینہ ماتہ کړي

رېز مرېز کړي

دا ائینہ زما دښمنہ دہ

زۀ چې واش روم تہ ننوځم

دا ماتہ وائي

چې تۀ بډہا شوې

ستا ږيرہ سپینہ دہ

ستا پہ خولہ کښې غاښ نیشتی

تاسرہ اوس څوک مینہ نۀ کوي

مینې لہ ښائستہ صورت پکار دے

تۀ د لوی کار جوګہ نۀ یې

لوی کار لہ

د تکړہ مټو ضرورت وي

ماد DEPRESSION او ANXIETY

ښکار کړي

خو ائینہ نۀ دہ خبر

چې مینہ ښائستہ زړۀ سرہ شي

او لوی کار

پہ لوېو مازغو

مرګ

زۀ بډہا یم

زہ مړیم

زہ د ټول کور پہ اوږو بار یم

زۀ د چا پکار نۀ راځم

زۀ د ھغوي پہ ځنو کارونو کښې

خنډشم

خو زۀ څۀ وکړم

زندګي ډېرہ خوږہ دہ

او مرګ پہ نېټہ

زۂ څوک یم ؟

زۂ بې وسۍ باندې ژړلے شمہ

سقراط د زھرو پیالہ څښلےشہ

پہ مټو غر سورے کولے شمہ

تندے تېشہ باندې وھلے شمہ

زما نہ نۂ کېږی چې بل مړکړمہ

خو خپل ځان بل لہ وژلے شمہ

نقصان دبل چا زغملے نۂ شم

نقصان د خپل د ذات کولے شمہ

پہ دې دنیا کښې ھنر نۂ دے زدہ

خیالی دنیا کښې اوسېدلے شمہ

تشې خبرې زۃٔ کولے شمہ

تشې سندرې زۂ لیکلے شمہ

ملګرو زۂ چرتہ شاعر خو نۂ یم

نظم

زما مينه په يو خيال ده

په بې مثلَ يو جمال ده

څۀ مثال د مينې ورکړم

بې تصويره بې مثال ده

لېونے نۀ يم ښه روغ يم