شعر

قادر داد

Ali Khan

قادر داد

د روښانيانو شاعرانو په ډله کښې قادر داد هم يو ښۀ شاعر دے۔په خانداني

لحاظ سره هغه د بايزيد انصاري د کورنۍ سړے ؤ،د قادر داد د پلار نوم زمان

ؤ،مور ئې شيخ احداد چې د جلال الدين ځوے ؤ لُور وه،علي محمد مخلص په

حالنامه کښې په قادر داد باندې ليکل کړي دي،د زېږېدنې نېټه خو په صحيح

ډول معلومه نۀ ده،البته د زلمي هېواد مل د تحقيق مطابق ۱۰۳۳ه ده ،او ژوند

د اورنګ زيب عالمګير تر وفات پورې ۱۱۱۸ه پورې د قادر داد د خپل شعر نه

ثابت دے،

اورنګ زيب ولي بادشاه لۀ دنيا تېر شو

چې د عدل ئې تعريف په هندوستان شي

د قادر داد په شاعرۍ کښې هم د توحيد او معرفت رنګ ښکاره دے۔

چې دې ژبه خداۓ ګويا کړه

د احد مرسل ثناء کړه

اول نوم يا د د احد دے

بيا درود په مصطفیٰ کړہ

د وحدت په تنهائې کښې

يو احد احمد صدا کړه

په خداۓ رښتني فکر

ائينه د زړۀ صفا کړه

داغزل ئې د کتو دے

چې مدام په زړۀ کښې خيال لري و جنګ ته

څوک به څۀ وائي دې مست و شوخ وشنګ ته

چې پرې آه د عاجزانو اثر نۀ کا

د نرمۍ خوي به څوک څۀ ستائي وسنګ ته

لکه زۀ چې د هجران په اور ګذار شوم

خداۓ دې هسې ساعت پېښ نۀ کا پتنګ ته

اندېښنې لکه خارونه رالږېږي

په ارام اړخ مې نۀ لږي پالنګ ته

د تهمت درسته رقيب کړه په ماتشه

د غضب توره په لاس ګرځي و جنګ ته

رقيبان د کوڅې سپي شو قادر داده

مدام غاپي د ديدن وړي ملنګ ته

غزل

ابتداء چې د حمل په درست جهان شي

زمکه سبزه زرغونه هم کوهستان شي

رنګارنګ ګلونه ګل شي په چمن کښې

ډېر عالم ئې د ديدن وته نګران شي

چې ځېلې د خزان بيا بنا مومي

آه سرد بيرو ن له جسه د سندان شي

هيڅ سړے به غلط نۀ ځي قادر داده

کۀ پيرو د انصاري پير روښان شي

قابل اورکزے۔

د پير روښان د مسلک او عقائد وروستو هم به پته لګي،سر محقق هميش خليل ،د

قابل ااورکزے ذکر په ورکه خزانه کښې کړے دے،اورکزے د احمد شاه ابدالي تر

وخته پورې ژوندے ؤ،

احمد شاه د زمکې روره

دے به ما طلب کړي ياره

تل د دين په کار بېداره

عالمان ټول د تيراه

اميدوار دي لۀ بادشاه

نيک نظر په مونږه ؤکړه

نور زمونږه خاطر نۀ کړه

احمد شاه ؤبخښي خدايه

اے زمونږ رهنمايه