شعر

شاذوﷲ اسیر

Ali Khan

شعر کښې ځاے پہ ځاے فنی نقائص ھم موجود دی ۔ مونږ ھغۂ تہ د یو استاد شاعر

د ذھن پہ مکتب کښې غم د زړۂ پہ درسګاہ کښې

اے عشقہ مینہ اولولہ چې حق د ژوند ادا کښې

دلتہ دوئیمہ مصرعہ لیکل پکار دی

اے عشقہ مینہ اولولہ چې حق د ژوند ادا کړې

ځما پہ نظر پہ مصرعہ کښې یوہ معنوی خامی دہ ۔ عشق د مینې نہ اوچتہ درجہ دہ

اول مینہ کېږی او ورستو عاشق د عشق درجې تہ رسی ۔ عاشق د مینې بې خبرہ څنګہ

کېدے شی ۔ دوئیم صحیح “ چې حق د ژوند ادا کړې” لیکلے کېږی د ردیف غلطی پېدا

کېږی ځکہ یې “ چې حق د ژوندکښې “ لیکلے دے پہ صفحہ ۲۰ باندې شعر دے

ښہ بہ نزدې وی خو پہ خپلو کښې لیدۂ نہ کېږی

دا بعضې مینې پہ کمزورې عقیدہ نۂ کېږی

دلتہ پہ شعر کښې قافې نقص دے لیدۂ او عقیدہ پہ ځان کښې ھم قافیہ نۂ دی ۔

داسې نور بې شمار مقامات دی

“ پہ نمر لیکمہ” پہ صفحہ ۱۱ غزل دے چې ټول د حضرت ادم پہ پېدائش دے دغہ شان

پہ cover page باندې غزل چې بېخی د نظم اندازدے مسلسل غزل د غزل پہ راویت

کښې موجود دے خو پہ غزل او نظم کښی فرق دے ۔ دې لږ ډېر کمی بېشی نہ پرتہ د

شاذﷲ اسیر پہ کلام کښې د اوچتې پائې شعرونہ او غزلونہ موجود دې

چې د تغزل مثالونہ دی

غزل

ھرہ سترګہ سیپۍ نۂ وی ھرہ اوښکہ ګوھر نۂ وی

چرتہ سلو کښې بہ یو وی ہر یو زړۂ سمندر نۂ وی

ځہ ناصحہ مۂ اودرېږہ ملګرتیا درسرہ نۂ کړم

زۂ د ھٰغہ چاسرہ ځم چې لہ مینې منکر نۂ وی

شېخہ اړوہ تسبې دې خو ځما عقیدہ دا دہ

آ منزل موندلے نۂ شې چې جنون یې رھبر نۂ وی

ھم رڼا ھم حرارت وۂ حېرانی یې وار خطا کړہ

ما وائیل زړۂ تہ ھغہ دے ځکہ شپہ کښې خو نمر نۂ وی

ھر ګردش کښې دې اے وختہ پټ یو نوے قیامت وی

داسې کوم دور راغلے چې پہ مونږہ محشر نۂ وی

ستا ستم چې زغمی میبنې د عشق مې مجبوری دہ

آ بہ کډہ چرتہ یوسی چې یې سیورے د سر نۂ وی

پټې سترګې جنتی یې تۂ یې څۂ غم کړې اسیرہ

غم بہ ھغہ چاسرہ وی چې یې شافی د محشر نۂ وی

غزل

خور یمہ راټول مې کړہ دځان مې کړہ

یہ جانانہ ګران یې راتہ ګران مې کړہ

سېورے خو اخر د چا د سر بہ شم

پروت خوشے کنډر یمہ ودان مې کړہ

چا رانہ تازہ تصویر غوښتلے دے

ډېر کۂ نۂ وی لږ ساعت لہ ځوان مې کړہ

ستا د مینې بې ریا خادم یمہ

نۂ غواړم چې چا باندې احسان مې کړہ

ځان مې نہ دے خوښ نو ستا بی څۂ خوښ یم

ځہ یارہ د زړۂ لہ تختۍ وران مې کړہ

پور کۂ رالہ لږہ حوصلہ راکړې

حالہ لږ ماضی تہ ورعیان مې کړہ

او نۂ پېژندم زۂ اسیر دې کلی

چرتہ د ادب د کلی خان مې کړہ