شعر
تش کاغذ
Mohammad Nawaz Taerتا ته مې خط لیکلو
لا مې لیکلی نه و
چې په کاغذ دپاسه
دوه ملغلرې
د دوو سترګو نه راپرېوتلې
ما وی بس دغه بس دی
ستا دغه تش کاغذ مې تا ته دغه شان درواستولو
وروستو مې سوچ کولو
چې ته به څنګه د دې تش کاغذ په راز پوهه شې؟
شعر
تا ته مې خط لیکلو
لا مې لیکلی نه و
چې په کاغذ دپاسه
دوه ملغلرې
د دوو سترګو نه راپرېوتلې
ما وی بس دغه بس دی
ستا دغه تش کاغذ مې تا ته دغه شان درواستولو
وروستو مې سوچ کولو
چې ته به څنګه د دې تش کاغذ په راز پوهه شې؟