غزل
ژوند مې تیره ازغی رسا دزړه په سر پروت دی
Rahmat Shah Sailدجانانه احساس په ګلبدن مې غر پروت دی
ستا د ګلاب ګلاب ښایست دتاج محل په خواکې
او شوې مودې چې مې زړګې کنډر کنډر پروت دی
داځل ګمان کوم چې وړوند دې شم په سترګو پسې
زما په سترګو لاس دداسې زورور پروت دی
اوس دخپل خیال باچا له تاج دګلو مه جوړوه
هغه دې نن سبا دغنو په بستر پروت دی
نن دې وږمۍ دزلفو شته ، نه دې ښکالو دقدم
دزړه وطن مې بې دیدنه مازیګر پروت دی