غزل

زما د خوږ ژوندون د مينې پسرلو ملګرو

Rahmat Shah Sail

زما د خيال زما د مينې ليونو ملګرو

د ګل په څانګه و ژوندون که په ازغو ملګرو

مونږ په هر حال کښې ښه په مينه تيروو ملګرو

وخت که به هر څه و د مينې پښتنو ملګرو

مونږ به د ګل هسې نظر کښې غوړو ملګرو

زما دخيال زما د فکر او جذبو ملګرو

اې د خوږې مينې د لارو د کوڅو ملګرو

د مستقبل د خيال د ټولو رنګينو ملګرو

د پښتنى فکر د دشتو او ميرو ملګرو

مونږ د ادراک او د عمل په لاره تګ هم کوو

مونږه د تګ دپاره هر چاته يو غږ هم کوو