غزل

زما تصوير زما غزل زما سندره واوره

Rahmat Shah Sail

په فن پارو شونډو د ژوند د لار خبره واوره

ستا د تاو کړو بنړو غشى پرې ولاړ ګرځوم

باقى قصه زما د زړه د هر پرهره واوره

په مخ ئې اوښکې او په شونډو د انکار ټکى دى

زړګيه راشه کنه!  بله د دلبره واوره

نن آئينې ته ډير ډير اوګوره زما دپاره

زما د قتل فيصله د خپل دلبره واوره

يه د زړه دړده ځايې د خپل دړد په کتاب کښې ورکه

د آدم خان او درخانئ قصه د سره واوره

د ماښامو خيالونو ټول قياسونه ټولې معنې

لکه د نن بڼګړو د شړنګ د مازيګره واوره

د خپلې مينې د سائل ليونى خواله راشه

د زړه درزا ئې د غلبيل غلبيل ځيګره واوره