د ويب سائټ په باره کښې

ما pushto.net په دې ساده سوچ شروع کړے دے: غواړم چې د پښتو شعرونه په انټرنېټ کښې په اسانه پيدا شي او خلق ئې ولولي. ډېر شعرونه اوس هم په کتابونو، زړو ويب سائټونو، رېکارډنګونو او د خلکو سره پراته دي. کله کله شعر پيدا شي، خو دا نه وي معلومه چې له کوم ځائ نه راغلے دے او د هغه شاعر نور شعرونه چرته دي.

زه په دې ويب سائټ کښې هغه شعرونه او معلومات په يو ځائ راټولوم چې خواره واره دي. دا کار ورو ورو کوم. کوشش مې دا دے چې شعرونه په سمه بڼه خپاره کړم، دا هم وليکم چې د کوم کتاب يا ځائ نه مې رااخيستي دي، او د شاعرانو په حقله اسانه معلومات وليکم. غواړم چې د پښتو او انګرېزۍ لوستونکي دواړه ترې فائده واخلي.

هيله مې دا ده چې څوک خپل خوښ شعر دلته بيا ولولي، نوے شاعر وپېژني، يا لږ وخت د پښتو سره تېر کړي. دا ويب سائټ لا پوره نه دے او غلطۍ به پکښې هم وي. که کومه غلطي ووينئ، ښه کتاب يا بله حواله درسره وي، يا څه مشوره لرئ، ما ته ئې وليکئ.

پوښتنې

ډېرې پوښتل شوې پوښتنې

pushto.net څه شے دے؟

pushto.net يو خپلواک ډیجیټل آرشیف دے چې پکښې د پښتو شعرونه، د شاعرانو پېژندنې او پښتو متلونه په پښتو او انګرېزۍ دواړو کښې راټول شوي دي. هر متن د خپلې سرچینې سره خپور شوے دے.

په دې ويب سائټ کښې څومره شعرونه دي؟

په دې آرشیف کښې د ۶۰۰۰ نه زيات پښتو شعرونه، د ۳۰ نه زياتو کلاسیکو او معاصرو شاعرانو پېژندنې او د ۲۴۰ نه زيات پښتو متلونه شته. نوے مواد ورو ورو ورزياتېږي.

د پښتو تر ټولو مشهور شاعران څوک دي؟

خوشحال خان خټک، رحمان بابا، عبدالحمید مومند او علي خان د کلاسیکې دورې لوی نومونه دي. غني خان، حمزه شینواری، اجمل خټک، ګل پاچا الفت او خاطر افریدي د معاصرې پښتو شاعرۍ مخکښ شاعران دي.

د پښتو غزل او نظم کښې څه فرق دے؟

غزل د يو شان رديف او قافیې سره د بيتونو لړۍ ده چې هر بيت پخپله بشپړ مطلب لري. نظم يو موضوعي شعر دے چې ټول بندونه ئې د يوې خبرې پسې روان وي. په دې آرشیف کښې دواړه بڼې شته.

ايا دلته د شعرونو سرچینې ښودل شوې دي؟

هو. د هر شعر سره د کتاب يا اصلي سرچینې نوم، لینک او د متن د تصديق حالت ليکلے شوے دے، چې لوستونکي پخپله وګوري چې متن له کومه راغلے دے.

زه څنګه ونډه واخلم يا غلطي ښکاره کړم؟

د «په حقله» پاڼې د فورم له لارې شعر، ښه سرچینه، اصلاح يا نظر راولېږئ. هر پيغام لوستل کېږي.