کچولهnounfeminine
dogbane
Meanings
- dogbane
Translations (3)
- English
- strychnine
- Persian
- حب الغراب که رد اصطلاح کابل به زهر سگ کش موسوم است
- Russian
- чилибуха (дает стрихнин) · дурман
کچولهadjectivefeminine
Pashto definitions
- يو قسم ونه او دَ هغې تخم چې بعضو بيمارو کښې پکارولی شي، (افغانستان)
- د ((ووميکيه)) ونې تخم دی چې زموږ په هېواد، هندوستان او سيلون... کې ثمره ځنې اخلي، مېوه يې د نارنج په اندازه او ١٢ - ١٥ دانې تخمونه لري. رنګ يې خړ اومغز يې سپين او خورا تريخ دی. د دغو څخه دوه ډوله زهر (سټرکنين او بروسين) استخراجوي. کچوله د انسان کمزوري دفعه کوي او د اعصابو د تسکين لپاره ښه دارو دي. د ملا درد او دهډوکو ناروغي له منځه وړي. دخان آباد اوتاشقرغان خاوره يې زراعت ته مناسبه ده. لږ قمدار خوراک يې د معدې د درد او د هاضمې د جهاز د قوي کېدو لپاره ګټور دي. او لږه اندازه خوراک يې جنسي کمزوري ايسته کوي. کچوله په پخوانيو طبي کتابو کې د ((دواوو د مخزن)) په نامه ياده شوې ده
- د دغې مادې بوټی چې کوچنۍ ونه لري او زيات ښاخونه، پوستکی يې تريخ او پاڼې يې ژيړ بيضوي شکله دی
- کوچله، ازاراقي، قاتل الکلب؛ د ((ووميکيه)) ونې تخم دی، مېوه يې د نارنج په اندازه او ١٢ - ١٥ دانې تخمونه لري. رنګ يې خړ او مغز يې سپين و تريخ دی.