غزل
چه دلبره په عاشق مهرباني کا
Ashraf Khan Hijriچه دلبره په عاشق مهرباني کا
کام روا ئې په ديدن له اماني کا
د کنار په نعم پس لره نمانځه شي
جوړه لب ئې له اوله مهماني کا
نورې جونه ئې خادمې شاه صاحبه
په سرير د حسن ناسته سلطاني کا
په څو رنګه ئې کېږدي حنا په لاسو
واشمه په هنر ځان لکه ماني کا
د عشق لار ډېره مشکله ده بې شکه
په دا لار له ډېرو يون کسې کسې کا
هجري ته چه بوس ليه غواړې له ياره
ښائسته اشنائي کله بې پيسې کا