غزل

چې نصيب مې دے صليب برخه مې دار ده

Qalandar Momand

چې نصيب مې دے صليب برخه مې دار ده

دا مې هم سر بلندۍ له يوه لار ده

په وعده دې تر قيامته تېر وتے شم

صرفه مۀ کوه ځواني مې درنه ځار ده

چې په هره لار لوټ کړو رهبرانو

پس له دې مو رهزانو کومه لار ده

په يوه لار لکه نمر سپوږمۍ روان يو

جدایي مو په نصيب وليل و نهار ده

که مرحب د خېبر کوټ باندې مغرور دے

زما هم د قلم څوکه ذوالفقار ده

قلندره! که خوشحال مغل ته مخ دے

حوصله یې په تکيه د کردګار ده