غزل چې نصيب مې دے صليب برخه مې دار ده قلندر مومند د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې نصيب مې دے صليب برخه مې دار ده دا مې هم سر بلندۍ له يوه لار ده 02 په وعده دې تر قيامته تېر وتے شم صرفه مۀ کوه ځواني مې درنه ځار ده 03 چې په هره لار لوټ کړو رهبرانو پس له دې مو رهزانو کومه لار ده 04 په يوه لار لکه نمر سپوږمۍ روان يو جدایي مو په نصيب وليل و نهار ده 05 که مرحب د خېبر کوټ باندې مغرور دے زما هم د قلم څوکه ذوالفقار ده 06 قلندره! که خوشحال مغل ته مخ دے حوصله یې په تکيه د کردګار ده د قاموس مانا × اصلي کلمه