غزل
داچې په هر نظر مې رنګ اړوې
Rahmat Shah Sailمامې دزړه سره په جنګ اړوې
سپرلي اور واخیست دجانان دنظر
شیخه راځه که دزړه رنګ اړوې
عقله مین زړه دلیل څه پیژني
د یار د دره به مې څنګ اړوې
دکوم ګړنګه به مې بیا رغړوې
بیا مې په څه نا تار ګړنګ اړوې
« سائل » دې څه پوې کړي چې نه پو هیږې
په ځان دکوم ملنګ قلنګ اړوې