غزل

داچې په هر نظر مې رنګ اړوې

رحمت شاه سائل

مامې دزړه سره په جنګ اړوې

سپرلي اور واخیست دجانان دنظر

شیخه راځه که دزړه رنګ اړوې

عقله مین زړه دلیل څه پیژني

د یار  د  دره به مې څنګ اړوې

دکوم ګړنګه به مې بیا رغړوې

بیا مې په څه نا تار ګړنګ اړوې

« سائل » دې څه پوې  کړي چې نه پو هیږې

په ځان دکوم ملنګ قلنګ اړوې