شعر

جھانګیر جھان

Ali Khan

جھانګیر جھان

نوم جھانګیر تخلص جھان د پلار نوم شاہ جھان د پېدائش نېټہ ۱۹ جنوری ۱۹۴۶ء

محلہ ابراھیم خېل ګوګدرہ سوات تعلیم ایم اے بی اېډ روزګار درسوتدریس عھدہ

تلو او د واپسۍ حالات پکښې درج دی ۔ جھانګیر جھان د نظم او د غزل شاعر دے

خو خصوصاً د نظم ډیر ښہ شاعر دے خو ھغۂ خپلہ ټولہ توانائی پہ پہ سیرت نظم

کولو کښې صرف کړې دہ ۔ دا کار پہ نثر کښې پہ نسبت د نظم ښہ کېدے شو ځکہ چې

پہ ھر اړخ او ھر ګُټ تہ رسائی اسانہ وی د قافې او ردیف پابندۍ نہ سړے خلاص

خو د تھامس ګرے د نظم ژباړہ ډېرہ شاندارہ دہ ۔ غزل ئی کم دے خو پہ غزل کښې

د تصوف چاشنی ، رومان او د طالبان ګردۍ پہ دور کښې چې د سوات پہ اولس څۂ

تېر شوی دی د غزل موضوعات دی

زما شعر زما فن زما غزلې

قیصې تولې ستا د مینې مې لیکلې

ائین مۂ ګور زما غزل کښې ګورہ

د ښکلا بہ خپلې وینې ھلې ځلې

تۂ اودۂ پہ خواږۂ زۂ شوګیرې کړم

ستاد حسن ملغلرې مې پئېیلې

ستا یادونہ مې د ژوند ملګری ښکاری

کۂ مې ھر څو ھېرَولې یادېدلې

جھان ځان ساتی د ښکلی مخ کتو نہ

لکہ پړی نہ وېرېږی مارخوړلې

امتحان مې د ایمان او د یقین دے

روڼ سحر چې مې پہ وینو کښې رنګین دے

خپل عمل د لارې مل وی دا متل دے

د دڼډارو مچو چا څښلے ګبین دے

پہ کشتۍ د معصیت کښې لاھُو کېږم

موجزن ځکہ د غمونو اباسین دے

ھر تقصیر مې د غفلت ورتہ ښکارہ دے

دا ژوند نقاد زما څومرہ دوربین دے

چې دا وران ویجاړ کورونہ راتہ ښکاری

وایم خدایہ د کوم غفلت ائین دے

ګیلې څلہ د مالیار او د ګلچین کړم

دا زړګے زما د خپلہ لاسہ شین دے