غزل

لكه د خوبه چې بيدار شي سړى

Abaseen Yousafzai

مينه چې وكړي نو هوښيار شي سړى

د چا د سترګو نه چې وغورځېږي

لكه د غره نه راګذار شي سړى

د ساينسي دور به څه مينه وي

څنګه د عقل نه اوزګار شي سړى

د ژوند خوندونه ټول په مينه كې وي

چې محبت نه كوي خوار شي سړى

د تنهايۍ په جزيرو كې اكثر

له خپله ځانه هم ويزار شي سړى

د ژوند مزل ورته بلا اسان شي

چې اباسين غوندې خود دار شي سړى