غزل

ستا بڼو راله زړګى كړو كرښې كرښې

Abaseen Yousafzai

بې وسۍ راله تندى كړو كرښې كرښې

چې يې وليدې زما چاودلې شونډې

نو له قصده يې منګى كړو كرښې كرښې

لكه برېښي چې اسمان سپينه وريځ كې

كه خندا يې اننګى كړو كرښې كرښې

ستا مين د لېونتوب تر حده تېر شو

په نوكانو يې هر ځاى كړو كرښې كرښې

دغه فيض د اباسين د سخاوت دى

په دشتونو يې سپرلى كړو كرښې كرښې