غزل
نه زه د چا په مثال شوم، نه څوک زما په مثال
Riaz Tasneemزړه عجب څيز دی، لا په دې حالت کې نه دی خوشحال
اوس چې قدم پورته کوم په خپل ځان يې ږدمه
ما خو ګڼله دا دُنيا د خپلې لارې دېوال
سترګې د څومره منظرونه را تېرې شولې
دهر تصوير په شانې وليد يو تصویر د زوال
دکومې مياشت په طاقو شپو کې خدای قبوله کړله
مابه غوښته یوه دُعا او دُعا ستا د وصال
که سمر قند او بخار او پېښور نه لرم
داشين زړګی خو درکوی شم، ستا دنې په خال
دا ائينې زما د زړه د حال نه څه خبر دي
داچې زما خدو خال دی، نه دی زما خدو خال
لارې وهو د ناليدلو خلاګانو په لور
تسنيمه! کوم جوګي له ورشو، په چا وګورو پال