نظم
څوک دې ماته ووایي
Ghani Khanڅوک دې ماته ووایي
څه رنګه شیدا شي څوک؟
څوک چې چاته وخاندي
ولې په خندا شي څوک؟
ستوري د غره څوکې ته
غلي شان بېګا ووې
مینې په ژړا ووې
حسن په خندا ووې
ماته مسکو سترګو کې
ښکلې دلربا ووې
ولې څوک زړه وبایلي؟
څه رنګه شیدا شي څوک؟
څوک چې چاته وخاندي
ولې په خندا شي څوک؟