غزل سترګو د جانان کښې زما ښکلي جهانونه دي Ghani Khan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 سترګو د جانان کښې زما ښکلي جهانونه دي واخله دنیا، زه وږی ستا د دنیا نه یم 02 ګوره د فقیر په کچکول کښې تاج د سکندر پروت زه یم د سخیانو د شومانو ګدا نه یم 03 زه یې په غرور درنه د مینې په نوم غواړمه زه ملنګ بېنیازه ستا د وېر واویلا نه یم 04 یو د سپوږمۍ نه څاڅکی ماله ټیک له د یار غواړم زه یم د خوبونو د لالونو ګدا نه یم 05 هغه مستي غواړم چې یې مرګ نشي وژلی زه دې د غمونو د بېګا او سبا نه یم 06 او تشه دنیاګۍ که دې بخښي نو اې امیره! ستا شوه ستا دنیا، زه وږی ستا د دنیا نه یم Dictionary meaning × Headword