غزل

زما د قتل به ضرور په تا الزام راځي

Abaseen Yousafzai

ماله افسوس د خپلې مينې په انجام راځي

زه محبت د هر انسان د زړه دارو ګڼمه

ګنې رقيبه! ماله چل د انتقام راځي

زما د خټو، ګټو كلى دومره سپك مه ګڼه

دلته چې ښكلي هم راځي په احترام راځي

چرته چې هم د ځوانمردۍ او د اخلاص ذكر وي

د ټولو مخكې به نامه زما د قام راځي

د لېونۍ بادامي زنه مې پرې څه ښكل كړې

لا مې د شونډو نه خوندونه د بادام راځي

زما د ښكلي وطن ښكلو! زړونه ټينګ ونيسئ

چې اباسين كله په لوري د باګرام راځي