چاینومنارینه
tea
ماناوې
- tea
- tea.
پښتو تعریفونه
- چی، يو مشهور بوټی دی چې جګوالی يې تر درېو مترو پورې رسېږي او تود او مرطوبو ځايو کې شين کېږی. ددې بوټې پاڼې تر شکولو وروسته لمر ته ږدي، پاکوي يې او بيا يې بازارو ته عرضه کوي. د چايو بوټی د تيا شينا نزيس له بوټی څخه چې د تر نستريمياسي په کورنۍ پورې مربوط دی د لومړي ځل لپاره په چين کې رواج شوی دی. چای په خپل ترکيب کې کافين، تيوفيلين، يکسټرين، اګزاليټونه، د پوټاسيم فاسفيټ، ديين، ترای ميټاليل ګزانتين او ټانين لري. لږ مقدار چښل يې بدنه وي، خو زيات چښل يې د کافين د مادې په لرلو سره هر چاته په تېر بيا حاملو ښځو ته خطر لري. چای دوه ډوله وي، ترو او شين چای
- يو بوټی دی چې پاڼې تر شکولو وروسته وچوي.
- وچي توري یا شنې پاڼې چي ایشولو اوبو ته یې اچوي نو بیا يې چیښي .
بېلګې
تور چای
black tea
شين چای
green tea
د چای هوټل
teahouse
چای مو وچښه
we drank tea
بڼې
- جمع
- چای
ترکیبونه
- د غره چای
(botany) St. John’s Wort (Hypericum)
ژباړې (5)
- الماني
- Tee m. · Tee (der) · Tee
- فرانسوي
- thé (m.). · thé
- هالنډي
- thee
- ناروېژي
- te
- روسي
- чай · تور چای، توری چاې чёрный чай · شین چای، شنې چاې зелёный чай · د چای هوټل чайная · چای مو وچښه мы напились чаю · <> د غره چای бот. зверобой — Hypericum.
دا هم وګورئ
د کلمې رېښه: From Chinese 茶 (chá).