کنوانسيوننومنارینه
convention
ماناوې
- convention
پښتو تعریفونه
- کانوانسيون، کونونسيون، کان ونېش، کنونېشن
- مجمع، غونډه، جرګه، انجمن، مجلس
- د سياسي، مذهبي، تجارتي، مسلکي.... منسوبينويا هيئتونو دوره يې (Periodical) اسامبله
- تر دغسې اسامبلې تېر شوی ميثاق، جوړنليک....
- د افرادو يا ملتونو تر منځ موافقت؛٢- د دوو يا څو دولتونو تر منځ د دوهمي درجې دمسئلو په باب موافقت ليک، لکه تجارتي او علمي مسئلې...، : اول درجه ييزو جوړنليکو ته پيمان يا عهد نامه وايي
- د هغه فوق العاده مجلس نوم چې په اساسي قانون کې د مهمو تغييراتو د ايجاد لپاره واک اوقدرت ورکول کېږي، لکه د فرانسې ملي کنوانسيون (٩٢-١٧٩٥) او نور
- د هغه مجلس نوم چې کله کله په اساسي قانون کې د نوي نظر لپاره جوړېږي او بيا انتخابوونکو ته پېشنهادېږي
- د يوه ګوند د رايو ورکوونکو د هغې غونډې کې دکانديدانو او د ګوند دکړنلارې او هدف ټاکلو او دګوند د سازمان د مقرارتو د وضعه کولو لپاره جوړېږي: بين المللي جلسو او مجامعو ته زياتره د کنوانسيون پر ځای کنفرانس وايي
- د ټولنيز ژوندانه د چلندو اعمالو په باب عمومي قرار داد
ژباړې (2)
- فرانسوي
- convention (f.).
- روسي
- конвенция.