فیوډالېزم

fyooDaalézm

نور لیکدودونهفيوډاليزم

فیوډالېزمنومنارینه

feudalism

ماناوې

  1. feudalism

پښتو تعریفونه

  1. فتوداليسم، فيوډال سيسټم، فئودليتې، سرواژ، خانخاني، فيوډالي، ملک الطوايفي، ارباب الرعيتي
  2. د منځنيو پېړيو د اروپا او نورو سيمو اقتصادي سياسي او ټولنيز تشکيلات (Organiszation) چې په هغه کې په فيوډال (سينيور، امير، ملک...) و (واسال) ته د ده د ځينو ژمنو په کولو او د نظامي چوپړ په اجراء سره فيوډ (فيف، اقطاع) ورکاوه، او په دغه فيوي کې به د ځمکې سره تړلو رعاياوو خدمت کاوه. د دغه نظام اصلي طبقې د پراخو ځمکو خاوندان اوسرف بزګران وو. لومړۍ طبقې سياسي قدرت درلود او دوهمه طبقه به استثمارېده. د داسې نظام نوم فيوډاليزم و او حاکمه طبقه يې فيوډالان نومېده. د فيوډاليزم اجتماعي اقتصادي فورماسيوند مريي والې تولنې له منځه تلو څخه وروسته منځ ته راغی او د توليد اساسي رشته يې بزګري او کرهڼه وه.د دې…
  3. تا. هغه دريمه تاريخي دوره چې ذکر شوي مشخصات يې درلوده ؛ د مريي وال رژيم او پانګوال رژيم د دورو ترمنځ دوره
  4. فيوډالي سيستم، خانخاني، ملک الطوايفي، ارباب الرعيتي.
ژباړې (2)
انګرېزي
serfdom/serfage
فرانسوي
féodalisme (m.).