جبروتنومنارینه
omnipotence
ماناوې
- omnipotence
- grandeur, pomp, magnificence, splendor, majesty, glory
پښتو تعریفونه
- لوئ والی، عظمت، جلال، د الله تعالی يو مخصوص صفت سره منسوب مقام، کبريائي
- لويوالی، لويي، سترتوب، عظمت، جلال، د خدای کبريايي صفت. (اسلامي فل. تص.) منځنی عالم د لاهوت او ملکوت ترمنځ يو عالم دی او مقصد ترې نه د الهي قدرت عالم دی چې د شهادت له عالم او جزئياتو له عالم نه لوړ او بهتر ګڼل کېږي
- لويوالی، لويي، سترتوب، د خدای کبريايي صفت
- الهي قدرت، عظمت، لويښت، جلال، پرتم، تکبر. په عرفاني اصطلاح هغه ستر ناپايه عالم چي د ملکوت او لاهوت تر منځ پروت دئ. ځينو عارفانو د جبروت عالم د (عقل عالم)، د (اروا عالم)، (له مادې او صورت څخه د جلاوالي عالم) او د (الهي قدرت و عظمت عالم) په نومو هم ياد کړی دئ. شېخ نسفي په خپل شهکار اثر (انسان الکامل) کي کاږي: (د جبروت عالم، د ناسوت او ملکوت د عالمو مبدا، زړی او پيدا کوونکی دئ. جبروت عالم، شهادت او ملکوت عالمو غوندي دباندنی وجود نه لري، ځکه نو د جبروت و عالم ته د (نېستۍ يا عدم عالم)، د (ممکناتو عالم)، د (ماهيتو عالم)، د (حقيقتو عالم)، د (کُلياتو عالم)، د (استعداد عالم)، د (فطرت عالم)، د (قوت…
- (لغ) لويي (عظمت)، دبدبه، جلال. (اصط) فيلسوفان وايي: د عقولو عالم چي له مادې، صورت او مدته څخه مجرد وي، جبروت دئ. ځيني حکيمان جبروت ته عالم اوسط (برزخ) وايي. صوفيان وايي: د جبروت عالم د ملکوت او لاهوت تر منځ دئ. ميا فقير الله جلالآبادي ويلي دي: د واحديت له دايرې څخه د وحدت تر دايرې پوري جبروت دئ. خو ځيني بيا د واحديت مرتبه جبروت بولي. جبروت ته د انوارقاهره عالم هم وايي، ځکه چي دا د خدای د فعليه نومونو د جلال او عظمت عالم دئ. په دې مرتبه کي سالک ته اجمالي شهود ور حاصليږي او د الْهي جلال او پرتم په اغېزه اماره نفس له سالکه ايسته کيږي. سالک په جبروت کي فعليه صفات د ځان نه بولي او دغه مقام د…
ژباړې (2)
- فرانسوي
- La Toute-Puissance (f.).
- روسي
- всемогущество.
د کلمې رېښه: Arabic