کامهنومښځینه
comma
ماناوې
- comma
بڼې
- جمع
- کامېkāmmé
ژباړې (5)
- الماني
- Komma
- فرانسوي
- virgule (f.). · virgule · ponctuation · ponctuer
- هالنډي
- komma
- ناروېژي
- komma
- روسي
- Кама (обл. в вост. Афганистане). · запятая.
کامهخاص نوم
Kama
ماناوې
- Kama
نورې ماناوې
- د ننګرهار د ولايت يوه لومړۍ درجه ولسوالي ده، موقعيت يې: ٧١ درجه، ١٠ دقيقه، ٢٥ ثانيه شمالي طول البلد، ٣٤ درجه، ٢٢ دقيقه، ٦ ثانيه شمالي عرض البلد
- کومه، ((وېرګول))، تړونۍ، چپه واو، چپه پېښ؛ په ليک نښو کې يوه علامه ده، په دې څېره ((، )) چې په دغو ځايو کې استعمالېږي؛ ١- په لوستلو کې د لنډ توقف لپاره
- د ليست ډوله کليمو يا عبارتونو د بيلولو لپاره لکه: په يوه اثر کې بايد هارموني، تناسب، ابتکار... وي
- د يوې منشعبې ساده جملې د دوو يا درو برخو د بېلولو لپاره، لکه: زموږ د وجود په باطن کې، پټ استعدادونه او شخصيتونه شته چې، کله د لازمو شرايطو د برابرتيا سره راڅرګندېږي
- د څو نقل قولو د بېلولو لپاره چې د دوو غبرګو لينديو (کوټيشن، ناخونک) کې وي
- د خطابيه کليمو د بېلولو لپاره، لکه: ګرانه ملګريه، په ليدو دې خوشاله شوم
- د کليمو او نيمګړو خبرو تر منځ د عطف لپاره، لکه: زلما، پرتمينه، ځلابريالۍ شوې
- د عاطفه (واو) پر ځای او کله د عطف د حرف څخه دمخه
- د مقدماتي فقرې او اصلي جملې د بېلولو لپاره، لکه: د دې تړون پر اساس، عضو هېوادونه دا ژمنه کوي چې.... د معترضې په پيل او پای کې، لکه: زه به د دريمې شنبې په ورځ، که خدای کول، کندهار ته ولاړ شم
- د دې لپاره چې يو جمله يا شعر غلط ونه لوستل شي: ما، ماما ته يو کتاب راوړ، ماما، ماته يو کتاب راووړ. يا د رحمان بابا دغه بيت: ډېر عزيز دی موم دلان ترسنګدلانو / ته يو څاڅکې شه د اوښکو، ګوهر مه شه؛ که يې داسې ووايو: ته يو څاڅکی شه، د اوښکو ګوهر مه شه غلطېږي
- د زرګونو او مليونونو.... د بېلولو لپاره لکه: شرکت تېر کال ٣٥، ٠٠٠، ٠٠٠ اف. ګټه کړې ده (په ټېلفون، کوڅې... نمرې او تاريخي کلونه کامه نه غواړي.) يادونه: زموږ زيات ليکوالان کامې (، يا، ) ته ((وېرګول)) وايي، خود وېرګول يا ((بار)) نخښه داسې ده: / او بېله دنده لري
- ((وېرګول)) تړونۍ، چپه پېښ؛ په ليک نښوکې داسې (، ) يوه علامه ده؛ چې په لوستلو کې د لنډ توقف او د ليست ډوله کليمو د بېلولو او ... لپاره کارېږي.