کمونیزم

kamoonéezmkomunízmCommunism

نور لیکدودونهکمونيزمکمیونیزم

کمونیزمنومنارینه

communism

ماناوې

  1. communism

پښتو تعریفونه

  1. کوميونيزم، کمونيسم، کوميونيسم
  2. پرګنواله، اشتراکي ايين، اشتراکي مرام يا اصول، کمونيسټي، شيوعيت، د ګډ اشتراکي ژوند تيوري او عمل ؛ د کليمې په عامه مانا د کمونيزم فورماسيون ته وايي چې دوه فازه (مرحله) د سوسياليزم او کمونيزم له ځانه سره لري. د کليمې په محدوده مانا کمونيزم د کمونيسټي ټولنې تر ټولو اوچت (عالي) فاز دی؛ (تع)١- (د شوروي اتحاد د ١٩٥٣م کال ستر دايره المعارف داسې تعريفوي)؛ د ټولنې هغه عالي شکل ته وايي چې دکاپيټاليزم (سرمايه داري) د شکل ځای ناستی کېږي؛ ٢- ( د شوروي اتحاد د ١٩٦١ م کال د اکټوبر د ٣١ نيټې دکمونيسټ ګوند د ٣٢ کنګرې په پروګرام کې داسې تعريف شوی دی: ((کمونيزم يو سيسټم دی چې په هغه کې طبقې نه شته، د توليد…
  3. د پولتاريا د خلاصون او د دې خلاصون د شرايطو يا يې طبقاتي جګړې علم ؛ ((کمونزيم د تيورۍ په مرحله کې دادی چې د پرولتاريا وضعيت، په هغه طبقاتي جګره کې چې د پرولتاريا او بورژوازۍ تر منځ روانه ده، او همدارنګه د پرولتاريا د خلاصون شرايط د فکر په نړۍ کې تعبير او تصور کړي )) انګلس ١٨٤٧)؛ شډل کمونيزم: د کارل مارکس له نظره هغه ايډيالوژي چې دپلويانو يې د انساني شخصيت اړتياوې په آرنه راځي خود کمونيزم دفاع کوی؛ او د انسانانو په حقيقي ارزښت ملنډې وهي؛ علمي کمونيزم: د مارکسيزم لنينيزم يو توک او د قانو نمنديو يوعلم دی. علمي کمونيزم د پرولتاريا د طبقاتي مبارزې، سوسياليسټي انقلاب لارې چارې ښيې او د اجتماعي،…
  4. د کمونيسټو ګوندو ډکټورين، ميتوډونه او نور
  5. په مجموعی توګه کمونيسټ جهان (سوسياليسټي کمپ)
  6. کله کله، کوميوناليزم، په فډرالي دولت کې دکمونو او (( وړو ټولنو )) (کميونيټي) واک لرنه
  7. پرګنواله، اشتراکي نظريه، اشتراکي مرام يا اصول، کمونيسټي.
ژباړې (4)
الماني
Kommunismus
فرانسوي
communisme (m.).
ناروېژي
kommunisme
روسي
коммунизм.