کنډاسهنومښځینه
breaking, pulling, or knocking someone's tooth out
ماناوې
- breaking, pulling, or knocking someone's tooth out
پښتو تعریفونه
- په جګړه کې د يوه غاښ ماتولو يا ايستلوته کنډاسه وايي. دغه عمل د تعاملي قانون له مخې ټاکلی تاوان لري چې په ولسي نرخ کې ورته ټاکل کېږي د ښځې کنډاسه کول د تاوان سره شرم هم لري. د زاړه سړي داسې غاښ چې ښوري، ايستل يې په تاوان کې تخفيف لري. د نرخ له مخې دمخ او زامې غاښونه هر يو ځانته جلا تاوان لري، د مخ د غاښو تاوان د زامې تر غاښ زيات دی. په کنډاسه کې هم د سپين و تور )لڅ و پټ) معيار معتبره دی
- په جګړه کې د يوه چا غاښ ماتولو يا ايستلو ته کنډه سه وايي.