نقیب

naqíb

نور لیکدودونهنقيبنَقيب

نقيبنومنارینه

leader, naqib

ماناوې

  1. leader (of a clan)
  2. naqib (spiritual leader)

پښتو تعریفونه

  1. د قوم مشر، سردار
  2. مشر، د قام مشر، سالار. نقيبان جمع. نقيبان په عرفاني او تصوفي بحثو کي د خدای تعالی د هغو لوړ مقامو وليانو ډله ده، چي درې کسه پکښي شامل دي. محمد داراشکوه (په ۱۰۲۴ه.ق./ ۱۶۱۵م. کي زېږېدلی او په ۱۰۶۹ه.ق./ ۱۶۵۹م. کي په ديلي/ ډيلي کي وژل سوی) په خپل عرفاني اثر (سفينة الاولياء) کي د نقيبانو ډله د امامانو تر دوه کسيزي ډلي کښته بولي، خو د ايراني ډاکټر رزمجو په (انسان آرمانی و کامل..) کي بيا تر قطب يا غوث وروسته ډلي ته د نقيبانو نوم ور کړل سوی دئ؛ او د امامانو طبقې تې هيڅ اشاره نه ده کړې.

بڼې

جمع
نقيبانnaqibā́n
plural-a
نقباnuqabā́
ژباړې (2)
فرانسوي
seigneur (m.) · chef (m.) de clan (m.).
روسي
(мн. نقیبان и ар. نقبا ) предводитель · 'накйб (глава племени, общины · глава сеидов, духовный глава цеха ремесленников).

د کلمې رېښه: Arabic

نقيبخاص نوم

Naqib

ماناوې

  1. Naqib

نورې ماناوې

  1. دخلقو د نسبونو او ذاتي حالاتو علم لرونکی
  2. تشهير کونکي، خلق خبرونکی، ډنډورچې
  3. تعريف کونکی، مدح خوان
  4. دشاهي سورلۍ نه وړاندې وړاندې اواز کونکی، چوبدار
  5. اسم-واحد-مذکر)شپېلۍ
  6. د خلکو د نسبونو او ذاتي حالاتو علم لرونکی
  7. تشهير کووهنکی، خلک خبروونکی، ډنډورچي
  8. تعريف لرونکی، ستايونکی
  9. د شاهي سپرلۍ نه وړاندې وړاندې اواز کوونکی، چوبدار
  10. نرم شپېلۍ
  11. د قوم مشر، تشهير کوونکی، ستايونکی، چوبدار، شپېلۍ