پیشکنډی

نور لیکدودونهپيشکنډی

پيشکنډینومنارینه

kitten, baby cat, young cat, a pilfering child

ماناوې

  1. kitten, baby cat, young cat, a pilfering child, the child who steals from his mother, youngest member of a family

پښتو تعریفونه

  1. پيشونګړی، پيشنګوړی، د پيشو وړوکی بچی
  2. له کوره څيزونه پټونکی ماشوم
  3. هر وخت مور پسې روان ماشوم
  4. پيشنګوړیړ پيشنګوری، پيشنګور، د پيشې کوچنی بچی، د پشو وړوکی بچی
  5. هغه ماشوم چې له مور څخه شيان پټوي او خوري يې
  6. د يوې کورنی ډېر وړوکی غړی : ټول مړه شول او يو پيشکنډی يې هم پاتې نه شوه
  7. پيشنګوړی، د پيشې بچی، د يوې کورنۍ وړوکی غړی.
ژباړې (4)
انګرېزي
kitten
فرانسوي
chaton (m.).
ناروېژي
kattunge
فارسي
چوچه گربه · بچه خوردیکه از مادر خود دزدی میکند (ج) پیشکنډی ( پیشونګوړی -ر)