فاسفورسنومنارینه
phosphorus
ماناوې
- phosphorus
- phosphorus, phosphorus
پښتو تعریفونه
- يو غېر فلزي کيميائي عنصر علامت ئې p ايټمی وزن ئې ٣٠.٩٨ او ايټمي نمر ئې ١٥ دی، دَ هوا پۀ نزديکت سره سوځي اوبو کښې ساتلی شي او دَ شپې لکه دَ ډيوې ځليږي
- فاسفرس، فاسفور، فسفر، فسفور؛ يو غير فلزي کيمياوي عنصر دی. سمبول يې P اټومي وزن يې ٣٠، ٩٨، اټومي نمبر يې ١٥ او ويلانس يې ٣٥ + - دی. فاسفورس په طبيعت کې په څو آلو تروپي صورتو پيداکېږي چې ترټولو معمول يې سپين فاسفور او سور فاسفور دی. په خاصه توګه په طبيعت کې نه شته. د هوا په مجاورت کې سوځي، نو ځکه په اوبو کې ساتل کيږي.د شپې د څراغ په څېر ځلېږي. فاسفورس د غوښو په ډولونو (زړه، انيه، کوټی، پښې، کبان) شيدو، پوڅه، غلو او حبوباتو کې زيات پيداکېږي. فاسفورس په ٤٤ درجو کې ويلې کېږي او اوبلن يې د دودوخې په ٢٨٧ درجو کې اېشي
ژباړې (1)
- فرانسوي
- Bosphore (m.).